سنبله 01, 1404 16:03 Asia/Kabul
  • د عراقچي او لاوروف ټیلفوني خبرې

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سید عباس عراقچي او سرګي لاوروف په یوه ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې درې اروپايي هیوادونه د امنیت شورا د لغوه شویو پریکړه لیکونو د بیا پیلولو لپاره قانوني او اخلاقي واک نلري.

دواړو خواوو نن سهار د ایران د اټومي پروګرام په اړه بحث او بیاکتنه وکړه.په دې خبرو اترو کې ټینګار وشو چې درې اروپايي هیوادونو د امنیت شورا پریکړه لیک څخه سخته سرغړونه کړې ځکه چې دوی له یوې خوا یې خپل مکلفیتونه نه دي پوره کړي او له بلې خوا د ایران په سوله ایزو اټومي تاسیساتو برید کې له متحده ایالاتو سره همکاري کړې ده.دواړو خواوو په دې خبرو اترو کې د ایران او روسیې ترمنځ په مختلفو کچو کې د متقابل عمل او مشورې دوام باندې هم ټینګار وکړ ترڅو ګډ دریځونه ښه پرمخ بوځي.