سنبله 01, 1404 16:02 Asia/Kabul
  • د عربستان لوبو کې د افغان فوټسال ټیم ګډون

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکی مجید مرتضايي وايي چې د افغانستان ملي لوبډله به په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د پیوستون فوټسال ټورنمنټ کې برخه واخلي.

د دې سیالیو وروسته د افغانستان ملي لوبډله به د دوستانه لوبې لپاره روسیې ته سفر وکړي.مرتضايي وویل چې افغان فوټسال د اسلامي هېوادونو د ټیمونو په منځ کې د اتو غوره ټیمونو په ډله کې دی او په جدول کې پنځم ځای لري.ویل کیږي چې په دې سیالیو کې به د ایران، مراکش، ازبیکستان، سعودي عربستان، افغانستان او درې نورو ټیمونو په څیر پیاوړي ټیمونه شتون ولري.د افغانستان د فوټسال ملي ټیم مشر روزونکی ویلي چې کورنیو ټیمونو څخه درې دېرش لوبغاړي ملي ټیم ته بلل شوي دي.