په پاکستان کې د کډوالو بې کوره کېدل
اسد 30, 1404 15:50 Asia/Kabul
د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل وروسته په پاکستان کې د یو شمیر کورونو مالکینو افغانان له خپلو کورونو څخه ایستلي دي.
د پاکستان په سخته ګرمۍ کې یو شمیر افغانان اوس اړ شوي دي چې خپلې شپې او ورځې په عامه پارکونو کې تیرې کړي.د افغان کډوالو د ایستلو پروسه په دوه زره درویشتم کال کې پیل شوه، او تر اوسه پورې له یو میلیون څخه ډیر افغانان له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.د دې خلکو په منځ کې هغه کسان هم وو چې د پناه غوښتنې قانوني او رسمي اسناد یې درلودل.