اسد 30, 1404 15:49 Asia/Kabul
  • د هرات د پېښې ځینې جسدونه لا هم ناپېژندل شوي دي

د اسلام کلا-هرات په لاره کې د یوې ترافیکي پیښې په ترڅ کې چې شاوخوا اتیا کسان پکې ووژل شول؛ د دوه سوه اووه الفاروق قول اردو درستیزوال وايي چې یو شمیر قربانیان په بشپړه توګه سوځیدلي دي او د هغوی جسدونه نه شي پیژندل کیدی.

هغه وویل چې د وژل شویو کسانو څخه اوولس ماشومان وو، او نهه پنځوس یې لویان وو.محمد جان مقدس وویل چې د مسافر وړونکي موټر، بار وړونکي لارۍ او موټرسایکل ټول سپاره په پیښه کې مړه شول.چارواکو وویل چې د پیښې لامل تر څیړنې لاندې دی او ډیر ژر به اعلان شي.