اسد 30, 1404 15:48 Asia/Kabul
  • په دفاعي پیاړوتیا د ایراني چارواکو ټینګار

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال سید عبدالرحیم موسوي وايي چې د ایران د خوندي پاتې کیدو یوازینۍ لار د خپل جنګي سیسټم پياوړتیا او د خپل دفاعي ځواک لوړول دي.

د ایران د دفاعي صنعت د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل چې ستراتیژیک او پرېکنده اغیزې د صهیونیست ضد او د امریکا ضد دفاع کې د دفاعي صنعت ځینې ښې لاسته راوړنې وې.هغه وویل چې دې لاسته راوړنو د ایران لپاره یو اغیزمن او ډاډ ورکوونکی مقابله چمتو کړه.