اسد 30, 1404 15:46 Asia/Kabul
  • د جزا نړیوالې محکمې په قاضي د امریکا بندیزونه

امریکا په افغانستان کې د جرمونو اړوند د څېړنې په اړه د هاګ محکمې قاضي باندې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د نړیوالې جنایي محکمې قاضي کیمبرلی پروست ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لخوا د ترسره شویو جرمونو په اړه د څېړنې د واک ورکولو لپاره بندیزونه لګولي دي.د یاد وزارت په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د فعالیت په اړه هر ډول تحقیقات د منلو وړ ندي.