اسد 29, 1404 16:16 Asia/Kabul
  • د ایران دښمنانو ته د یاد هېواد خبرداری

د ایران د دفاع وزیر امیر نصیرزاده ویلي دي چې د خپلو دښمنانو د نوي شر په وړاندې د ایران ځواب به دردناک وي.

د ایران دفاع وزیر ویلي دي چې که چیرې د هیواد دښمنان غواړي خپلو دسیسو او شر ته دوام ورکړي، نو دا ځل به د ایران ځواب حیرانونکی، دردناک او ډیر سخت وي، ځکه چې دښمن د خپلو کمزورتیاوو پیژندنه کوي.نصیرزاده دا څرګندونې پرون ماښام په تهران کې د بهرنیو پوځي اتشو یوې ډلې ته د ایران د دفاعي صنعت د ورځې" په مناسبت وکړې.مخکې له دې د ایران لوړ پوړو پوځي او سیاسي چارواکو خبرداری ورکړی و چې که د هیواد دښمنان په ایران د برید فکر وکړي، نو دوی به له سخت غبرګون سره مخ شي.