د آسیا د ښکلا سیالیو کې د شپږ افغان لوبغاړو ګډون
اسد 28, 1404 17:21 Asia/Kabul
د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د تایلینډ په کوربه توب د آسیا د ښکلا او فټنس په اتلولیو کې د ګډون لپاره بنګکاک ته تللي دي
د افغانستان د ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ملي لوبډلې دا لوبغاړي د اسیا د ښکلا او فټنس په اووه پنځوس دور سیالیو کې د ګډون لپاره تایلیند ته روان شول.دغه فدراسیون دوې ورځې مخکې ویلي وه چې دا لوبغاړي په خپل لګښت په اتلولیو کې برخه اخلي.د معلوماتو له مخې دا سیالۍ به په اګست میاشت کې د تایلینډ په کوربه توب ترسره شي.دا ټیم څو ورځې مخکې په کابل کې له څلور پنځوس لوبغاړو څخه د سیالیو په نتیجه کې په مختلفو وزنونو کې د ملي ټیم لپاره غوره شو.