اسد 27, 1404 16:25 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو په تړاو د ایران دریځ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پیژندل یوه خپلواکه پریکړه ده.

اسماعیل بقايي ویلي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره پراخې اړیکې لري او اړیکې د ګډو ګټو، اوږدې پولې او د هغو ننګونو د شتون له امله دوام لري چې افغان چارواکو سره باید حل شي.بقايي یادونه وکړه چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه به هر هغه وخت پریکړه وشي کله چې زموږ ملي ګټې ورته اړتیا ولري.