اسد 27, 1404 16:24 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو په تړاو د ایران دریځ

په تهران کې د سرپرست حکومت سفیر په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت وویل چې د شل کلنې جګړې په جریان کې د دوی هدف بهرنیو ځواکونو سره مقابله وه؛ نه د قبیلو یا کوم هیواد پر وړاندې.

فضل محمد حقاني ادعا وکړه چې دوی د افغانستان د ځمکې او ارزښتونو د ساتنې لپاره جګړه کړې.هغه ټینګار وکړ چې دا شل کلنه جګړه د کوم ځانګړي قبیلې، ژبې، هیواد یا تمدن پر وړاندې نه وه، بلکې یوازې د هغو کسانو پر وړاندې وه چې د وسلو په زور افغانستان ته ننوتل او دا ځمکه یې اشغال کړه.په افغانستان کې د جمهوريت د سقوط او په هیواد کې د سرپرست حکومت د واکمنۍ څلورمه کلیزه د جمعې په ورځ په افغانستان کې ولمانځل شوه.