اسد 25, 1404 16:32 Asia/Kabul
  • په بیلابیلو عمرونو کې د ووشو سیالۍ

د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست وايي چې د ووشو سیالیو درېیم پړاو په کابل کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د عمرونو په کټګوریو کې د پنځوسو لوبغاړو په ګډون سره ترسره شو.

یادې اداره وویل چې په پای کې پنځه ویشت غوره لوبغاړو مډالونه او د اتلولۍ سرلیکونه ترلاسه کړل.سیالۍ د تک فایټ په بڼه ترسره شوې او د دوی د غوره فعالیت په پایله کې، پنځه ویشت غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ سرلیکونو سربیره مډالونه ورکړل شول.د دې پیښې موخه په ووشو کې د غوره استعدادونو پیژندل، د دوی تخنیکي کچه ښه کول او د مینه والو ترمنځ اړیکه پیاوړې کول دي.