اسد 21, 1404 17:28 Asia/Kabul

د دوو اټومي قدرتونو، هند او پاکستان ترمنځ لفظي شخړه دوام لري. د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ د مشر وروستۍ څرګندونې د اټومي بلیک میل په توګه بیان کړې، په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند څرګندونې د حقایقو تحریف بللی دی. پاکستان ویلي چې تل یې په حساسو مسلو کې زغم ښودلی دی.