د افغان کډوالو د ایستلو لپاره کابل سره د آلمان مشورې
سرطان 21, 1404 17:29 Asia/Kabul
د آلمان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د یو شمېر افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه د سلا مشورو لپاره چمتووالی پیل شوی دی.
هغه یوې آلماني رسنۍ سره په مرکه کې روښانه کړه چې برلین اوس کابل سره د دې مهمې پروسې په اړه یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی.د جرمني د کورنیو چارو وزیر مخکې اعلان کړی و چې د کابل او برلین ترمنځ د اړیکو نشتوالي سره سره دوی به سرپرست حکومت سره د دې کډوالو د لیږدولو لپاره خبرې اترې وکړي.د سرپرست حکومت له واکمنیدو راهیسې د تیر کال په زمري یا اسد میاشت کې د لومړي ځل لپاره له جرمني څخه ایستل شوي کډوال افغانستان ته واستول شول.آلمان وايي چې د دې کسانو په منځ کې اتلس مجرمین وو چې نور یې په هیواد کې د اوسیدو اجازه نه درلوده.