د سږکال حج مراسمو کې د ۱۸ حاجیانو مړینه
سرطان 21, 1404 17:27 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د حج په مراسمو کې اتلس افغان حاجیان مړه شوي دي.
یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پیښو اصلي لاملونه پاخه عمر، ناروغي او ترافیکي پیښې وې.تر اوسه پورې د هغو کسانو د نومونو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی چې د مراسمو په لړ کې مړه شوي دي.د حج او اوقافو وزارت ویلي چې دوی د هغو حاجیانو د جسدونو د لیږد لپاره اړین شرایط چمتو کړي دي چې د حج مراسمو په جریان کې په سعودي عربستان کې مړه شوي دي.سږ کال دېرش زره حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.