سرطان 19, 1404 16:15 Asia/Kabul
  • کابل کې د شپږیزه کرکټ لیګ شل اوریزې سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ یوه اعلامیه کې په شپږیزه کرکټ لیګ کې د ګډون کوونکو لوبډلو نوملړ اعلان کړ.

ټاکل شوې چې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو د روان کال د چنګاښ په اته ویشتمه نیټه د کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.د کرکټ بورډ د اعلان له مخې سپین غر ټایګرز، بندر امیر دراګونز، میس عینک نایټس، بوسټ دفندرز او آمو شارکس د هغو لوبډلو په ډله کې دي چې پدې سیالۍ کې برخه اخلي.دا سیالي به د دې لوبډلو ترمنځ په یوویشتو سیالیو سره ترسره شي چې په ترڅ کې به یې غوره لوبغاړي د افغانستان د ملي کرکټ ټیم د ستورو په توګه وټاکل شي.د دې سیالیو په تیر پړاو کې چې نهم پړاو یې د څوارلس سوه درېیم کال په سنبله کې ترسره شو د عظمت الله عمرزي په مشرۍ د آمو لوبډلې د اتلولۍ جام وګاټه.