سرطان 19, 1404 16:11 Asia/Kabul
  • صهیونیستي رژیم څخه د امریکا د دفاع وزیر ملاتړ

د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په یوه لیدنه کې ټینګار کړی چې د ټولو نیوکو سره سره به د دغه رژیم لپاره د واشنګټن ملاتړ دوام ولري.

هګسټ ویلي دي چې امریکا به د صهیونیستي رژیم پوځي ، اقتصادي او سیاسي برخو په ګډون په ټولو اړخونو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړيهغه ټینګار وکړ چې د صهیونیسټانو ملاتړ د امریکا د دایمي پلانونو یوه برخه ده او دوی به په مختلفو کچو کې دا ملاتړ ته دوام ورکړي.امریکا د فلسطیني خلکو په وړاندې د جګړې په برخه کې د صهیونیستي رژیم یو له مهمو ملاتړو څخه ده او ډیری یې دا هیواد په تیرو دوو کلونو کې د فلسطیني خلکو د نسل وژنې اصلي ملګری ګڼي.واشنګټن هر کال صهیونیست رژیم ته لسګونه زره ټنه وسلې او بمونه ورکوي او دا مسله په یاد هیواد کې د قوي کورنیو لاریونونو لامل شوی دی.