بلوچستان ایالت کې د ۶ کسانو وژل
سرطان 18, 1404 17:02 Asia/Kabul
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان ایالت کې په څو بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي دي
راپور کې ویل شوي چې وسله والو تېره ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې څلور ملکي وګړي، یو سرتیری او یوه ځوانه نجلۍ ووژل.دا ډزې د پیرکوه مارکیټ، زهري خضدار او پښتون آباد په څیر سیمو کې شوي دي.تر اوسه د دې وژنو مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیست ، او د بلوچستان پولیسو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.په بلوچستان کې ناامني په تیر کال کې خپل اوج ته رسیدلې، او د بلوچ لبریشن آرمی په نوم د بلوڅ بیلتون غوښتونکو لخوا بریدونه هم په دې ولایت کې پراخ شوي دي.تیره اونۍ، د بلوچستان په مستونګ ښار کې په یوه دولتي دفتر باندې په برید کې نهه کسانو ته مرګژوبله واوښته.بریدګرو په دې برید کې څو دولتي موټرو ته هم اور واچاوه.