په ۹ولایتونو کې د باران او سېلابونو وړاندوینه
سرطان 18, 1404 16:57 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې څانګې وړاندوینه کړې چې د چهارشنبې په ورځ به لږ تر لږه په نهو ولایتونو کې سخت بارانونه، طوفانونه او سیلابونه راشي.
په دغه ولایتونو کې به نورستان، کنړ، ننګرهار، غزني، خوست، پکتیکا، پکتیا، لغمان او لوګر به د احتمالي باران او سیلاب سره مخ شي.یادو ولایتونو کې د باران کچه له لسو ملی مترو څخه تر دیرش ملی مترو پورې اټکل شوې ده.په ورته وخت کې، د هیواد په شمالي، سویل ختیځ، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې د قوي بادونو امکان شتون لري چې سرعت یې په یو ساعت کې د پنځوسو او نوي کیلومترو ترمنځ وي.د هوا پوهنې ادارې خبرداری ورکړی چې باران ممکن د چهارشنبې په ماسپښین پیل شي او ممکن د څو ساعتونو لپاره دوام وکړي.