سرطان 18, 1404 16:52 Asia/Kabul
  • د عراق په کردستان سیمه کې شخړې

عراقي رسنیو د عراقي کردستان سیمې په مرکز اربیل کې د کرد قبیلې او پیشمرګه ځواکونو ترمنځ د وسله والې نښتې راپور ورکړی.

ویل کیږي چې په دې پېښه کې ډیریو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.د اربیل ولایت په خبات سیمه کې د کرنیزو ځمکو پر سر دعوه د شخړې لامل بلل شوې ده.ویل کیږي چې یو شمیر لاریون کونکو په سیمه کې څو پوځي موټرو ته اور اچولی دی.د عراق رسمي دولتي خبري اژانس ویلي چې د کردستان سیمې د پخواني ولسمشر مسعود بارزاني تر قوماندې لاندې ځواکونو سره په نښته کې د کرد ډلې یو مهم غړی وژل شوی دی.د سلیمانیه ولایت د "قلادزي" په څیر سیمې هم د اربیل په څنډو کې د کوچیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې تر سترګو شوې ديځایي سرچینې وايي چې په اربیل کې ځینې دولتي دفترونه د لاریون کونکو لخوا سوځول شوي دي.