سرطان 18, 1404 16:49 Asia/Kabul
  • د سعودي دفاع وزیر سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه

د سعودي عربستان دفاع وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه کتنه کې ویلي چې تهران او ریاض د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو مختلف اړخونو بیاکتنه کړې ده.

په همدې حال ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تیره شپه د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل او د سیمه ییزو مسلو په اړه یې خبرې وکړې.په دې غونډه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې، او همدارنګه سیمه ییز پرمختګونه او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره هڅې وڅیړل شوې.عراقچي د سې شنبې په سهار د خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره هم وکتل او خبرې یې وکړې.په دې غونډه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار او سیمه ییز پرمختګونه وڅیړل شول.د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې، دواړو خواوو د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو لپاره د هڅو په اړه بحث وکړ.