د کابل – اسلام آباد چارواکو ګډه ناسته
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې لومړۍ دوره د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د هېواد د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس مفتي نور احمد نور کوله او د پاکستاني پلاوي مشري د افغانستان او لویدیځې آسیا د چارو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید علي اسد ګیلاني کوله.په دې غونډه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي مسلو، سوداګرۍ، ټرانزیټ همکارۍ، په پاکستان کې د افغان بندیانو او کډوالو د ستونزو حل او د هیواد د ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزې د ورکولو بهیر اسانتیا په ګډون په بیلابیلو مسلو بحث وکړ.په دې غونډه کې د سوداګریزو او بشري توکو د چټک تګ راتګ لپاره د تورخم پولې د پرانیستلو مسله هم راپورته شوه او پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې دې پولې څخه د تیریدونکو ناروغانو بهیر به اسانه کړي.