سرطان 17, 1404 17:08 Asia/Kabul

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تېره شپه د افغانستان د وروستي وضعیت د بیاکتنې لپاره یوه غونډه وکړه. د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو غړو یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له سرپرست حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او له ترهګرو ډلو سره همکاري ودروي.