سرطان 17, 1404 17:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان سفارت کې د پاسپورټونو بیو ټیټوالی

خبري سرچینو په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د برېښنايي پاسپورټونو د صادرولو لګښت له یو سل او شل ډالرو څخه پنځوس ډالرو ته د راټیټیدو خبر ورکړی دی.

د دې سرچینو په وینا په تهران کې د افغانستان سفارت په تعقیب او په ایران کې د کډوالو د لګښتونو د کمولو لپاره سرپرست حکومت سره تر هوکړې وروسته د برېښنايي پاسپورټونو د صادرولو لګښت له یو سل او شل ډالرو څخه پنځوس ډالرو ته راټیټ شوی دی.د دې سرچینو په وینا له اوس څخه په ایران کې د افغانستان په سفارت او قونسلګریو کې د برېښنايي پاسپورټونو د صادرولو لګښت پنځوس ډالر ټاکل شوی چې پنځه کلن اعتبار لري.همدارنګه د تهران او کابل چارواکو ترمنځ د یوې هوکړې پر بنسټ په ایران کې د کورني اقامت لرونکو کډوالو پخوانيو پاسپورټونو د بدلولو بهیر به ډیر ژر د افغان سفارت لخوا په یوه همغږې پروسه کې پیل شي.