سرطان 17, 1404 17:02 Asia/Kabul
  • ایران سره د مذاکراتو په اړه د ټرامپ د ادعاوو رد

د امریکا د ولسمشر د ادعاوو په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل د ایران له خوا امریکایي لوري څخه د ملاقات غوښتنه نه ده شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران د خبرو اترو غوښتنې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې له امریکایي لوري څخه د ملاقات غوښتنه نه ده شوې.تیره شپه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د یوې لیدنې په ترڅ کې ادعا وکړه چې موږ له ایران سره د خبرو اترو لپاره نیټه ټاکلې ده او ایرانیان غواړي له موږ سره خبرې وکړي.تیره شپه ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې خپلې ادعاوې تکرار کړې او ادعا یې وکړه چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تایید کړې چې د ایران اټومي تاسیسات د امریکا په هوايي برید کې ویجاړ شوي دي.