سرطان 16, 1404 16:11 Asia/Kabul
  • د ۲۰ اوريزو حساسو لوبو پيل

د افغانستان کرېکټ نن خبر ورکړی، چې د واخان شل اوریز کرېکټ جام پای‌لوبه به نن له غرمې وروسته د هندوکش سټرایکرز او پامیر لېجنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه لوبه به د کندوز ولایت کرېکټ لوبغالي کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.د واخان شل اوریز کرېکټ جام لوبې د تېرې (جون میاشتې په اته ویشتمه) پیل شوې وې.په دغه جام کې څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم پکې برخه اخیستې وه.د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، دغه سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د هڅونې په موخه جوړې شوې وې.