په افغانستان کې د سياسي ګوندونو بنديز
سرطان 16, 1404 16:09 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی چې هیڅ ګوند ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نشته.
د عدلیې وزارت ویاند، حافظ برکت الله رسول ویلي چې هیڅ فرد یا ډله نشي کولی په افغانستان کې د ګوند په نوم فعالیت وکړي او که داسې وکړي نو محاکمه به شي.سرپرست حکومت مخکې د ګوندونو یو شمیر دفترونه تړلي وو چې د جمهوري نظام لاندې د فعالیت جواز یې درلود.وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او سرپرست حکومت یې جوړ کړ، دوی دا روښانه کړه چې په افغانستان کې ټول ګوندونه منحل شوي او نور به د فعالیت اجازه ورنکړي.دوی دا ګوندونه په تیرو لسیزو کې په افغانستان کې د ګډوډۍ اصلي لامل په توګه پیژندلي؛ له همدې امله؛ په افغانستان کې د خپل سرۍ او یو اړخیزتوب په اړه اندیښنې په کور دننه او بهر کې راپورته کیږي.