د راستنېدونکو لپاره د ځمکې وېش
سرطان 16, 1404 16:06 Asia/Kabul
د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د کډوالو د دایمي ځای پر ځای کولو لپاره هڅې روانې دي.
د وزارت ویاند کمال افغان رسنیو ته ویلي چې د پنځه ویشت ولایتونو په شپېته میشت ځایونو کې له دوه نوي زره او دوه سوه او اویا جریبه څخه زیاته ځمکه د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ده.هغه وویل چې د ادارې ولایتي کمیټې به د نویو راستنیدونکو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.د یاد وزارت ویاند وايي چې دوی د ځمکې پیژندنه او سروې کوي او د لیست پر بنسټ کډوالو ته د ځمکې د ویشلو لپاره یو منظم او مفصل پلان چمتو کوي.د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، د کډوالو عالي کمیسیون تر دې دمه د نږدې اتیا زره راستنیدونکو کورنیو لیست وزارت ته سپارلی دی.