په لویدیځه غاړه کې د المیادین شبکې د مشر نیول
سرطان 16, 1404 16:05 Asia/Kabul
المیادین شبکې نن په لویدیځه غاړه کې د یادې رسنۍ د مدیر د نیولو اعلان وکړ.
د رسنۍ په یوه بیان کې ویل شوي چې ناصر اللحام د صهیونیستي رژيم د استخباراتو او داخلي امنیت ادارې لخوا په بیت لحم کې نیول شوی دی.ویل کیږي چې د هغه د کور فرنیچر هم ویجاړ شوی او د هغه تلیفونونه د شاباک اجنټانو لخوا ضبط شوي دي.د اسراییلو د رژیم لخوا د خبریالانو ځورونه د بشري حقونو ډلو لخوا په مکرر ډول غندل شوې ده.