سرطان 16, 1404 16:03 Asia/Kabul
  • په ۱۴ ولايتونو کې د باران او سېلابونو احتمال

د هېواد د هواپوهنې ادارې اټکل کوي چې نن به په څوارلس ولایتونو کې درانه بارانونه وشي او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل نن دوشنبې د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګو، پکتیا، پکتیکا او خوست په بېلابېلو سیمو کې د لس او پنځه څلوېښت میلي مترو ترمنځ د درنو بارانونو او له دې کبله د سېلابونو د راوتلو امکان شته.تیره ورځ د ننګرهار ولایت په ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله دوه ماشومان مړه شوي، یوشمېر نور ټپیان دي او د خلکو کورونو او کروندو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.