سرطان 15, 1404 16:48 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د سیلابونو له امله د دوه ماشومانو مړینه

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې سیلابونو د دې ولایت په ګوشته، لالپورې، نازیان، مومندرې او ښیوې ولسوالیو کې هم زیانونه اړولي دي.د دې ادارې مطبوعاتي اعلامیه وايي چې سیلابونو لوی مالي زیانونه اړولي دي.د سیلابونو له امله شاوخوا پنځه زره جریبه کرنیزه ځمکه او دوه سوه اتیا استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.د راپورونو له مخې تېره شپه د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې سخت بارانونه وشول او په ځینو سیمو کې سیلابونه لا هم دوام لري.