سرطان 15, 1404 16:46 Asia/Kabul
  • بریکس ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ګډون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د بریکس په اوولسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره برازیل ته سفر کړی دی.

د سرمشریزې په پروګرامونو کې د ګډون سربیره عراقچي به د خپلو سیالانو او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه او سلامشورې وکړي.د بریکس دوه ورځنۍ سرمشریزه په برازیل کې د نړۍ د لوړ پوړو سیاسي او اقتصادي چارواکو په ګډون پیل شوې چې پکې د غړو هیوادونو ولسمشران او د بهرنیو چارو وزیران شامل دي.تمه کیږي چې دا سرمشریزه به په ایران باندې د صهیونیستي رژیم د تیري کوونکو بریدونو، په غزه کې د بشري بحراني وضعیت او د ډونالډ ټرمپ ادارې لخوا د سوداګریزو تعرفو په اړه جنجالي مسلې په ګوته کړي.