د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بیانیه
جوزا 26, 1404 17:36 Asia/Kabul
ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي دي چې د صهیونیستي رژیم ملاتړي د ایران په وړاندې د تیري جرم کې شریک دي
هغه ټینګار وکړ چې موږ په څرګنده توګه اعلان کوو چې ټول هغه هیوادونه چې د صهیونیستي رژیم ملاتړ کړی یا د دې تیري توجیه کول غواړي په دې تیري کې ملګري او شریکان ګڼل کیږي.بقايي وویل چې د دې رژیم د جرمونو معافیت او د هغې لپاره د متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو هر اړخیز ملاتړ د سیمې سوله او امنیت او نړیواله سوله او امنیت له بې ساري ګواښ سره مخ کړی دی.په ایران کې د صهیونیسټانو د جرمونو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په دې څلورو ورځو کې د صهیونیستي رژیم بریدونو د استوګنې سیمې په نښه کړې او د ایران سوله ایز اټومي تاسیسات یې تر برید لاندې نیولي دي، او دا له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده.