د ایران دولت او ملت سره د افغانانو خواخوږي
جوزا 24, 1404 16:20 Asia/Kabul
د ننګرهار ولایت اوسيدونکي د صهیونیستي رژیم لخوا په ایران هېواد برید تيری بولي او د ایران ولس سره خپلې خواخوږۍ څرګندوي او پر مسلمانه ټولنه غږ کوي چې سره يو لاس دې شي او د صهیونیستانو ځواب دې ووايي. په ورته وخت کې اسلامي امارت او یو شمیر افغان سیاستوالو هم په ایران هېواد د صهیونیستي رژيم برید غندلی او دغه برید يې د نړیوال اصولو خلاف او د نړیوال نظم د ګډوډلو په مانا یاد کړی.