جوزا 24, 1404 16:17 Asia/Kabul
  • د وعده صادق۳ عملیاتو څخه ولسي ملاتړ

د ایران خلکو نن سهار په مختلفو ښارونو کې د لویو غونډو په ترڅ کې وعده صادق سه عملیاتو بریالیتوب او د صهیونیستي رژیم د تیري په وړاندې د اسلام د جنګیالیو د قاطع ځواب په اړه خپله خوښي څرګنده کړي.

په دې غونډو کې ایرانیانو د صهیونیستي رژیم د تیري په وړاندې د ایران د پریکنده ځواب لپاره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.په مراسمو کې ګډونوالو چې د ایران بیرغ یې په لاس کې و انقلابي او د یووالي شعارونه ورکړل او د مقاومت او استقامت د لارې په دوام یې ټینګار وکړ.د یمن، عراق او لبنان په څیر سیمه ایزو هیوادونو هم د ایران په ښارونو د صهیونیستي رژیم د تیري بریدونو په وړاندې د ایران د توغندیو ځواب هرکلی وکړ.د غزې اوسیدونکو هم د اشغال شوي فلسطین په اسمان کې د ایراني توغندیو په لیدلو سره خوښي څرګنده کړه