جوزا 24, 1404 16:16 Asia/Kabul
  • د دښمن موخو پر وړاندې د هوايي دفاعي سیستم فعالیت

د تهران توغندیو دفاعي سیستم تېره شپه د ایران په پلازمېنې مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په ځواب کې فعاله او وکولای شول چې د صهیونیستي رژیم توغندي په بریالیتوب سره له منځه یوسي.

دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د هوايي دفاعي سیسټم ایف پنځه دیرش جنګي الوتکې په مخنیوي او ویشتلو کې بریالی شوی دی.په ورته وخت کې د ایران هوايي دفاعي سیستم قوماندان اعلان وکړ چې د دغه هیواد پوځ داخلي دفاع سره د ایف پنځه دیرش جنګي الوتکو ، ډرونونو او کروز توغندیو په ګډون د اتو هدفونو په ویشتلو کې بریالی شوی دی.د یادونې وړ ده چې د تهران سربیره د ختیځ اذربایجان، خوزستان، ایلام او زنجان ښارونو دفاعي سیسټمونه هم د اسراییلي بې پیلوټه الوتکو په مخنیوي او ویجاړولو کې بریالي شوي دي.