اشغالي سیمو کې ایراني بې پیلوټه الوتکې
جوزا 24, 1404 16:15 Asia/Kabul
د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ بې پیلوټه الوتکې نن سهار د صهیونیستي رژیم جغرافیایي سیمې ته ننوتې او په بریالیتوب سره یې خپل هدفونه له منځه وړي.
العالم خبري شبکې خبر ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ یو شمیر آرش ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو په نیول شویو سیمو کې ټاکل شوي هدفونه په نښه کړي دي.د قطر الجزیرې خبري شبکې هم د وروستیو سیمه ایزو تحولاتو په اړه په خپل خبر پوښښ کې تایید کړه چې آرش بې پیلوټه الوتکې د اسراییلو فضا ته ننوتلې او په بریالیتوب سره یې ځانګړي هدفونه په نښه کړي دي.مخکې له دې صهیونیسټي رسنیو راپور ورکړی و چې نیول شویو سیمو کې د ډرون له ننوتلو وروسته په نیول شویو سیمو کې د خطر زنګ وهل شوی.