جوزا 22, 1404 17:23 Asia/Kabul
  • د ایران پر ضد اقداماتو ته د تهران چارواکو خبرداری

د امریکایانو د ګواښونو او د سیمې له ځینو هیوادونو څخه د امریکایي ډیپلوماتانو د ایستلو راپورونو په ځواب کې یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي پریس ټلویزیون ته وویل هغه څه چې امریکایان یې کوي ایران ته ګواښونکی پیغام نه لیږي بلکې د دوی د ګټو په وړاندې د ایران ګواښونو ته ځواب ورکوي.

د ایران دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي وویل چې ایران اوس د پوځي چمتووالي په لوړه کچه کې دی او که چیرې متحده ایالات یا صهیونیستي رژیم د کوم تیري کونکي اقدام هڅه وکړي ایران به ځواب ورکړي.د ایران لوړ پوړي امنیتي چارواکي دا هم ټینګار وکړ چې د صهیونیستي رژیم په وړاندې د ایران د لویو استخباراتي عملیاتو افشا کیدو ایران ته د امریکایی او صهیونیسټي اهدافو د بانک په اړه پراخه استخباراتي ګټه ورکړې ده او ایران اوس کولی شي خپل دښمنان د هر ډول حرکت کولو دمخه په وژونکو ګوزارونو سره حیران کړي.