د ازبیکستان ولسمشر سره د نورالدین عزیزي لیدنه
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ازبیکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې په مختلفو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
دواړو خواوو د سوداګرۍ ، اقتصاد، ترانسپورت، انرژۍ ، کرنې او د کانونو استخراج په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا بحث وکړ.د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د پانګونې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته سفر کړی دی.د کنفرانس په څنډه کې هغه د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د غوره سوداګرۍ تړون او د عمل پلان لاسلیک کړ.د سوداګرۍ وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې د دې سند لاسلیک به د سوداګرۍ خنډونه کم کړي او د دواړو هېوادونو سوداګریزو بازارونو ته د شرکتونو لاسرسی اسانه کړي.ازبیکستان چې سرپرست حکومت سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري تر اوسه د کابل چارواکي یې په رسمیت نه دي پیژندلي.