جوزا 22, 1404 17:22 Asia/Kabul
  • هند کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې نسکوریدل

نن سهار د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د هند اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه.

ایر انډیا الوتکه چې دوه سوه دوه څلویښت کسان په کې سپاره وو لندن ته روانه وه چې د هند په لویدیځ ښار احمد آباد کې په یوه استوګنیزه سیمه کې ولوېده .خپرې شوې ویډیوګانې تور لوګی ښيي.د ژغورنې کارکوونکي او اور وژونکي د پیښې ځای ته رسیدلي دي.د الوتنې تعقیب ویب پاڼه فلای رادار وویل چې الوتکې څخه یې وروستی سیګنال هوايي ډګر څخه تر الوتنې څو ثانیې وروسته ترلاسه کړ.دې الوتکې د هند له احمد آباد څخه په یو سل او یو اویا شمېرې د لندن جنوب ګاتویک هوایی ډګر ته الوتنه کوله.