افغانستان په اړه د ایران او ناروې بهرنیو چارو وزیرانو خبرې
جوزا 22, 1404 17:21 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اوسلو دوه ویشتم نړیوال فورم په څنډه کې د ناروې له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.
هغه د ناروې له لومړي وزیر یوناس ګار ستورا سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې پرمختګونه وڅېړل.عراقچي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د افغانستان او غزې په ګډون د سیمه ییزو حالاتو، په نړیوالو سازمانونو کې د ناروې د رول او د بندیزونو په اړه د هغې د دریځ په اړه هم خبرې وکړې.د افغانستان بحراني وضعیت او په هیواد کې بشري ننګونې د دې غونډو له اصلي موضوعاتو څخه و. د نړیوالو مرستو پروګرامونو کې د یو مهم ملاتړي په توګه ناروې د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې مهم رول لوبوي.