د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو ته د ۶ آسیایي ټیمو غوره کیدل
د دوه زره شپږ ویشتم کال د نړیوال جام د مقدماتي سیالیو د دریم پړاو له پای ته رسیدو سره آسیا څخه شپږ ټیمونه په مستقیم ډول د ټورنمنټ لپاره کوالیفای شوي دي.
د نړیوال جام د کوالیفای سیالیو دریم پړاو د آسیا د اتلس ټیمونو ترمنځ په دریو ګروپونو اې بي او سي کې ترسره شو او پرون څو لوبو سره پای ته ورسید.د سیالۍ د دې پړاو له پای ته رسیدو وروسته آسیا څخه د ازبیکستان، ایران، جاپان، سویلي کوریا، آسټرالیا او اردن ټیمونه د دوه زره شپږ ویشتم کال نړیوال جام ته غوره شول.د دې ټیمونو په منځ کې ازببکستان او اردن د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام لپاره کوالیفای شوي دي او نورو ټیمونو مخکې له دې په نړیوال جام کې د ګډون تجربه درلوده.همدارنګه د اماراتو او قطر ټیمونه د "اې" ګروپ څخه عمان او عراق د "بي" ګروپ څخه او سعودي عربستان او اندونیزیا د "سي" ګروپ څخه د آسیا په وچه کې د نړیوال جام د کوالیفای سیالیو څلورم پړاو ته لاره وموندله.