جوزا 21, 1404 17:41 Asia/Kabul

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر د یاد وزارت د متخصصینو د پلاوي په مشرۍ تهران کې د ایران هیلث په نوم د طبي تجهیزاتو نندارتون څخه لیدنه وکړه. د غونډې په لړ کې هغه د افغانستان او ایران ترمنځ ډیری مشترکاتو ته اشاره وکړه او دا غونډه یې د همکارۍ د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله.