د پارلمان غړو ته د مشرتابه وینا
جوزا 21, 1404 16:19 Asia/Kabul
د ایران اسلامي انقلاب رهبر د دغه هیواد د پارلمان له استازو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د اسلامي مشورتي شورا حیثیت او د ایران د ملت د ټاکل شویو استازو وقار د نړۍ د پارلمانونو په پرتله بې ساري دی.
هغه نن چهارشنبه د پارلمان له استازو سره په یوه غونډه کې وویل چې د ایران پارلمان باید د استازو د ژمنو پر بنسټ د دې پارلمان عزتمن او ارزښتناک حیثیت وساتي.آیت الله خامنه ای ټینګار وکړ چې قانون د انسان د ټولنیز ژوند لپاره اصلي شرط دی او هغه قوانین چې د خلکو د ټاکل شویو استازو لخوا جوړیږي ډیر اعتبار او ارزښت لري.هغه وویل چې د هغه پارلمان حیثیت او اعتبار چې دین او پاکو خلکو ته غاړه کیږدي او د کمزورو ملاتړ او د ظالمانو سره په مقابله ټینګار کوي د هغو په پرتله ډیر مهم او ارزښتناک دی چې د ظلم او د غزې د خلکو د قاتلانو په څیر مجرمینو ملاتړ کوي.