جوزا 21, 1404 16:18 Asia/Kabul
  • د اټوم نړیوالې ادارې کړنو ته د تهران غبرګون

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د عمومي رییس د پالیسیو په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه د دې سازمان راپور غیر عادلانه او په بشپړه توګه سیاسي دی.

اسماعیل بقایي ټینګار وکړ چې د ایران اټومي موضوع په برخه کې د رافایل ګروسي رول رغنده نه دی.نوموړي په یوې ځانګړې خبري خپرونه کې راڅرګندیدو سره وویل چې په تیرو شلو کلونو کې دا ډول راپورونه تل د دې ادارې په پروګرامونو کې وو او د دوی اصلي انګیزه په بشپړه توګه سیاسي وه.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې درې اروپایي هیوادونه او متحده ایالات د هغه پریکړه لیک ډیزاینران وو چې په دوه زره څلور ویشتم کال کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مشرانو شورا کې تصویب شو.د هغه په وینا دا پریکړه لیک هم پرته له کوم منطقي یا قانوني دلیل څخه پلان شوی و.