د سوریې په خاوره کې د صهیونیستانو پرمختګ
جوزا 21, 1404 16:17 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم پوځيانو د سوریې د حاکمیت د سرغړونې په دوام کې د سوریې خاورې نورو سیمو ته ننوتلي دي.
د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د دې ځواکونو یوې ډلې په لویدیځ قنیطره کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.د صهیونیسټانو دا کړنې په وروستیو میاشتو کې له هغه وخت راهیسې زیاتې شوي دي چې د سوریې حکومت نسکور شو او په هیواد کې یو نوی حکومت واک ته ورسید.په دې موده کې دغه رژیم د سوریې خاورې ته څو کیلومتره ننوتلی او د هغې ډیرې برخې یې نیولي دي.دا کړنې د صهیونیستي رژیم په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي خو بیا هم دا اشغال پرته له کومې اندیښنې دوام لري.