افغانستان کې د امنیت پر خوندیتوب د سرپرست حکومت ټینګار
جوزا 20, 1404 16:31 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د وروستیو څرګندونو په اړه چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو د خطر په اړه دي، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې امنیت ډاډمن دی. د سرپرست حکومت ویاند په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امنیت د تامین ډاډ ورکوي تېره شپه د سرپرست حکومت امنیتي ځواکونو د کابل هوايي ډګر ته نږدې په یوه وسله واله نښته کې د داعش یو پټنځای په نښه کړ.