جوزا 20, 1404 16:14 Asia/Kabul

لاس انجلس کې د لاریونونو په څلورمې ورځې سره همهاله د امریکا څو نورو لویو ښارونو کې هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر ضد لاریونونه وشول. د لاریونونو په لړ کې لسګونه کسان نیول شوي دي. پولیسو د خلکو د تیت او پرک کولو لپاره غږیز لاسي بمونه کارولي دي.