افغانستان څخه ایران ته د مخدره توکو د قاچاق دوام
د ایران د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د نړیوالو اړیکو مشر محمد نریماني وايي چې لاهم له افغانستان څخه ایران ته تریاک قاچاق کیږي.
دغه ایراني چارواکي رسنیو ته وویل چې په افغانستان کې د تریاکو تولید کم شوی، خو داسې ښکاري چې اپین له پخوانیو زیرمو څخه ایران ته قاچاق کیږي. نریماني دا هم وویل چې په افغانستان کې د میتامفیتامین تولید هم مخ په زیاتیدو دی.د هغه په وینا ایران، پاکستان، تاجیکستان او روسیه د مخدره توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په سر کې دي چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي.هغه د شانګهای د همکارۍ سازمان د هڅو په اړه هم راپور ورکړ چې د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي لپاره پولې کنټرول کړي.په ایران کې د تایباد دوغارون سرحدي ګمرکونو عمومي رییس مخکې اعلان وکړ چې تیر کال افغانستان سره په پوله کې دوه سوه نوي کیلوګرامه صنعتي او دودیز مخدره توکي کشف او نیول شوي دي.