جوزا 20, 1404 16:11 Asia/Kabul
  • عمان د ایران او امریکا د مذاکراتو د شپږم پړاو کوربه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې د دغه هیواد او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو شپږم پړاو به راتلونکې یکشنبه په عمان کې ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په شپه خبریالانو ته وویل چې د مشورو پر بنسټ د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو بل پړاو د راتلونکې یکشنبې لپاره په مسقط کې پلان شوی دی.دا وروسته له هغه راځي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې د اټومي خبرو اترو شپږم پړاو به د دې اونۍ د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.بقايي همداراز ناروې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر اعلان هم وکړ. د بقايي په وینا، سید عباس عراقچي به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو ناروې ته سفر وکړي ترڅو د اوسلو په دوه ویشتمه غونډه کې ګډون وکړي.