په اوکراین د روسیې هوايي بریدونه
جوزا 20, 1404 16:11 Asia/Kabul
د اوکراین په پلازمینه د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته د کیف ځینې برخې سوځول شوې دي.
د اوکراین په پلازمینه کې سیمه ییزې رسنۍ وايي چې د ځانمرګو ډرونونو په کارولو سره د روسیې د شپې بریدونو د کیف په بیلابیلو برخو کې پراخه اورونه رامینځته کړي دي. دا بریدونه په وروستیو میاشتو کې په کیف باندې یو له خورا سختو هوایی بریدونو څخه وو.د ځینو راپورونو له مخې روسیې د شپې په عملیاتو کې له دوه سوه څخه ډیر ډرونونه کارولي دي.په ورته وخت کې اوکرایني ځواکونو ډرون بریدونو سره د روسیې په هوایی ډګرونو کې الوتنې هم ودرولې.د بریدونو په جریان کې شپږ اویا اوکرایني ډرونونه چې د روسیې په خاوره کې د موخو په لور الوتنې کولې د هوایی دفاع لخوا ویشتل شوي.هیڅ لوري بریدونو څخه د انساني تلفاتو یا زیربناوو د زیان دقیق شمېر نه دی وړاندې کړی.